افغان ولسمشر :د ملابرادر خوشې کول د سولې له بهیره د ملاتړ په معنا نه دی

ولسمشر غني د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د وینا پرمهال ویلي، چې د ملا برادر خوشې کول په دې معنا نه دي، چې ګني پاکستان دې د افغان سولې له بهیره ملاتړ کړی وي.

د ولسمشر غني په وینا پاکستان باید په دوو مهمو مسلو ورسره خبرې وکړي چې هغه پاکستان کې د وسله والو طالبانو د پټنځایونو بندول او په سیمه ایزه کچه د امنیت لپاره ګډه هوکړه ده.

ولسمشر غني همدا راز زیاته کړې، دا مهمه نه ده چې وسله وال طالبان دې یواځې په رسمیاتو کې له القاعده ډلې ځان جلاکړي، بلکې مهمه دا ده، چې له ټولو هغو ورانکاره ډلو ځان لرې وساتي، چې د افغانستان ګاونډي هیوادونو او نړیوال امنیت ته ګواښ بلل کیږي.