افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان په بازارونو کې د توکو د بیو کنټرول په موخه سر له نن څخه، له دولتي زېرمو ۲۴ زره ټنه غنم پر اړو کسانو ووېشل شي.
د نوموړي، په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، له هند هېواد څخه به هم په ډېره اندازه غنم هېواد ته راورسېږي.
ولس ته په یاد پیغام کې د ولسمشر غني ډاډ دا وو، چې د کرونا ویروس مخنیوي او دغه راز د توکو په بیو کې د کنټرول پر وړاندې یې جدي څارنه روانه ده.