افغان پریمیر لیګ کې نن شنبه هم دوه لوبې ترسره کیږي

د افغانستان غوره لیګ کرکټ سیالیو کې نن مازیګر ۴ نیمې بجې بلخ له پکتیا سره او ماخستن ۸ نیمې بجې به ننګرهار له کندهار لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د دې سیالیو د تېر مازیګر لوبه کې ننګرهار پړانګانو لوبډلې د کابل ځوانانو ته په ۱۵ منډو ماتې ورکړه، خو د تېرې شپې لوبه کې بیا پکتیا پنترس لوبډلې د کندهار نایټس لوبډلې ته په ۹ ویکټو ستره ماتې ورکړه.

په دې لیګ کندهار نایټس یو له هغه لوبډلو ده، چې په څلور تر سره کړیو لوبو کې یې تر اوسه هیڅ کومه لوبه نه ده ګټلې او د جدول په وروستي مقام کې ځای لري.

نصرت الله عمرزی