افغان ځواکونه باید لا تجهیز او تمویل شي

افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، چې دولت ضد وسله وال باید لا وځپل شي او افغان ځواکونه باید لا تجهیز او پياوړي شي.

سکاټ مېلر دغه خبرې د هرات له والي عبدالقیوم رحیمي سره د لیدنې پرمهال کړي دي.

مېلر په هرات ولایت کې د دولت ضد وسله والو پر وړاندې وروستي ترسره شوي عملیات مثبت بللي دي.

بل پلو د هرات والي له سکاټ مېلر غوښتي، چې یاد ولایت کې دې د افغان ځواکونو په ملاتړ هوایي مرسته زیاته شي.