چهارشنبه , 15 مې 2024

افغان ځواکونو تېره شپه د زابل د دوو ولسواليو د سقوط مخه نيولې

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سيال وایي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه په ډله یيزه توګه د زابل د نوبهار او شملزو ولسوالیو د سقوط لپاره پراخ بريدونه وکړل، چې وروسته د افغان هوايي او مځکنیو ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.

سيال وایي، د افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۱۸ وسله وال او ۳ امنیتي سرتيري وژل شوي او دوه امنیتي سرتيري او ۷ وسله وال ټپيان شوي دي.

د زابل د والي ویاند وایي، چې له بريدونو وروسته سيمه کې وضعیت عادي شوی دی.