سرچينې وايي، ددې قرارداد له مخې به د افغانستان په هوايي ډګرونو کې ځینې خدمتونه معیاري او له نړیوال سټندرډ سره برابر شي، دغه راز به د افغانستان له فضا څخه تېرېدونکو الوتکو ته د هوايي لارښوونو خدمات چمتو شي او له دې لارې به د عبوري پروازونو د عوایدو سرچینه یو ځل بیا پرانیستل کیږي.