افغان ښځینه بایسکل ځغلوونکې اسیایي سیالیو کې ګډون لپاره چمتووالی نیسي.

د افغان بایسکل ځغلوونکو نجونوی ټیم په اسیایې لوبو کې چې په راتلوونکې دویمه اونې کې په قزاقستان کې تر سره کیدوونکې دي، چمتو وال نیسي.

په کابل کې د بایسکل ځغلونې د فدراسیون مشر او د بایسکل ځغلوونکو نجونو روزنکی صادق صادقي وايي؛ چې نجونې په خورا سختو شرایطو کې په ډیرو کمو آسانتیاو سره تمرینونه کوي او اسیایي سیالیو ته د تیاریو لپاره هره ورځ شاو خوا اویا کیلو مټره واټن بایسکل ځغلوي.

د بایسکل ځغلونې دا سیالۍ به په راتلوونکو لسو ورځو کې په قزاقستان کې تر سره شي.

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون وايي چې په پام کې لري د لومړي ځل لپاره څلور تنه لوبغاړي د المپیک سیالیو ته هم واستوي چې پخوا یواځې د تکواندو، اتلتیک او جودو لوبغاړو پکې ګډون کړی.