افغان کب نیوونکي د تاجکستان سرحدي پولیسو په ډزو وژلي.

د تخار ولایت د والي ویاند سنت الله تیمور نن رسنیو ته وویل؛ چې دوه کسان تېره ورځ هغه مهال ووژل شول چې؛ د دشت قلعه ولسوالۍ اړوند د آمو سیند په څنډه کې په کب نیونې بوخت وو.

په سیمه کې عامو خلکو هم ازادي راډیو ته تایید کړې چې؛ وژل شوي کسان کب نیوونکي وو.

د تخار چارواکي وایي، دوی به په دې اړه د تاجکستان له سرحدي ځواکونو څخه پوښتنه وکړي.