افغان کرکـټ ملي لوبډلې په ۱۷۲ منډو د ایرلینډ لوبډله وسوځوله

ایرلنډ د افغانستان اسلامي بانک جام، د یوازينۍ ټیسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې.

د ایرلنډ لپاره ټیم مورټه تر ټولو زیاتې ۵۴ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې. د افغانستان په توپ اچونکو کې محمد نبي او یمين احمدزي ۳ـ۳، راشد خان او وقار سلامخيل دوه ـ دوه ويکټې واخیستې.

د افغانستان او آیرلینډ ترمنځ د ټېسټ سیالۍ پچه آیرلینډ لوبډلې وګټله او لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه دا سیالي د تل په څېر د هند په دهرادون ښار په راجیو ګاندي لوبغالي کې څو شېبې وروسته پیلیږي.

په افغان یوولس کسیزه لوبډله کې نن لوبېدونکي لوبغاړي

محمد شهزاد محمدي، احسان الله جنت ، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، محمدنبي، راشد خان، یامین احمدزی، اکرم علي خیل ، وفادار مومند، او وقار سلام خیل.

حضرت عثمان نوري