افغان کرکټ بورډ اسیا جام ته لوبډله اعلان کړه

د افغان کرکټ بورډ د اسیا جام سیالیو لپاره خپله ۱۷ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه.

په لوبډله کې لوبډلمشر اصغر افغان، محمد شهزاد محمدي، احسان الله جنت، جاوید احمدي، رحمت شاه زرمتی، هشمت الله شهیدي، محمد نبي، ګلبدین نائب، راشدخان، نجیب الله ځدران، مجیب الرحمن، افتاب عالم، سمیع الله شینواری، منیر احمد، سید احمد شیرزاد، شرف الدین اشرف او وفادار مومند شامل دي.

منیر احمد په دې سیالیو کې د ویکټ کیپر په توګه نوی اخېستل شوی دی.

د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل په وینا، چې دولت ځدراڼ بیا د ډاکټرانو د راپور پر بنسټ چې لا هم بايد تر درملنې لاندې وي، په لوبډله کې نه دی ځای شوی.

د ۲۰۱۸ کال اسیا جام سیالۍ د روانې سپتمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه متحده عربي اماراتو کې پیلیږي او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې به دوام وکړي.

په دې سیالیو کې افغانستان سربیره، هندوستان، پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا او یوه لوبډله به پکې، چې لا هم معلومه نه د دویمې درجې هېوادونو څخه ولوبیږي.

له دویمې درجې هېوادونو څخه دې سیالیو ته د لار موندنې په موخه د متحده عربي اماراتو، مالیزیا، هانګ کانګ، عمان، نيپال او سنګاپور لوبډلو ترمنځ لوبې روانې دي او مخکښه لوبډله به یې اسیا جام ته لار پیدا کړي.

افغانستان به په ب ګروپ کې له سریلانکا او بنګله دېش سره ولوبیږي، خو په الف ګروپ کې به هند، پاکستان او یوه د دویمې درجې لوبډله چې لا هم نه ده معلومه ولوبیږي.

نصرت الله عمرزی