افغان کرکټ بورډ ایمرجینګ سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړه

افغان کرکټ بورډ د ۲۰۱۸ کال ایمرجینګ اسیا جام سیالیو لپاره خپله ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په اعلان شوې لوبډله کې څلور د ملي لوبډلې لوبغاړي هم شامل دي او لوبډلمشري یې نجیب الله ځدران کوي.

د نجیب تر څنګ په انتخاب شویو لوبغاړو کې احسان الله جنت، ابراهیم ځدران، رحمان الله ګربز، ناصر جمال، درویش رسولي، شاهید کمال، عضمت الله عمرزی، اکرام علي خېل، کریم جنت، ضیاء اکبر، فضل الحق، وفادار مومند، ظاهر خان او قیس احمد شامل دي، خو په احتیاطي لوبغاړو کې د بهیر شاه، ضیاءالرحمن شریفي او وقار سلام خېل نومونه راغلي دي.

د غوراوي کمېټې غړي اسدالله خان وویل، چې لوبډله د فټنس، د لوبډلې توازن او د ځايي هوا حالاتو ته په پام سره غوره شوې ده.

نوموړي وویل، چې کابل کې له تمریناتي کمپ وروسته یې د ایمرجینګ لوبغاړي له ملي لوبغاړو سره یوځای هند ته ولیږل، چې هلته له مشرانو روزنکو لا څه زده کړي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې غوره شوي لوبغاړي د هندوستان په چنای ښار کې د تمریناتي کمپ پر مهال د تکړه روزونکو له لوري په نښه شوي دي.

ټاکل شوې، چې ایمرجینګ اسیا جام سیالۍ د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په دوه ګروپونو کې د سریلانکا او پاکستان هېوادونو په ګډ کوربه توب پیل شي.

نصرت الله عمرزی