افغان کرکټ بورډ د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې

د افغان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې له لوري د ایرلینډ پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لپاره لوبډلمشر اصغر افغان، نجیب ترکی، حضرت ځاځی، سمیع الله شینواری، محمد نبي، شفیق الله شفق، راشد خان، نجیب الله ځدران، کریم جنت، فرید احمد ملک، سعید شېرزاد، ضیاالرحمن شریفي، مجیب الرحمن، ظاهر خان او شرف الدین اشرف ټاکل شوي دي.

د یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډلمشر اصغر افغان، محمد شهزاد، نور علي ځدران، جاوید احمدي، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، سمیع الله شینواری، محمد نبي، نجیب الله ځدران، اکرام، علي خېل، حشمت الله شهیدي، راشد خان، کریم جنت، ګلبدین نایب، افتاب عالم، دولت ضدران، ظاهر خان، فرید احمد ملک، مجیب الرحمن، شاپور ځدران او د سعید احمد شېرزاد نومونه راغلي دي.

د ټېسټ لوبې لپاره لوبډلمشر اصغر افغان، شهزاد محمدي، احسان الله جنت، جاوید احمدي، رحمت شاه، ناصر جمال، حشمت الله شهدي، اکرام علي خېل، محمد نبي، راشد خان، وفادار مومند، یمین احمدزی، شرف الدین اشرف او وقار سلام خېل شامل شوي دي.

افغان لوبډله د روانې فبروري میاشتې په ۲۱مه نېټه له ایرلینډ سره لوبې پیل کړي، چې لومړی به درې شل اوریزې، ورپسې پنځه یو ورځنۍ او په پای که به یوه ټېسټ لوبه ترسره کړي.

باید یاد شي، چې افغان لوبډلې همدې سیالیو ته د چمتوالي په موخه هند تللې او د دوه اونیو راهیسې یې خپل تمرینات پیل کړي دي.

خبریال : نصرت الله عمرزی