د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د پاکستان کرکټ لوبډلې پر وړاندې د راتلونکو درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۱۷-کسیز نوملړ وټاکه.
د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې مارچ میاشتې پر ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه نېته د شارجې په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.