افغان کرکټ د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې، تر ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو اسیا جام سياليو لپاره ملي ۱۹ کلنه لوبډله هم اعلان کړه.

د غوراوي کمېټې د تګلارې له مخې، دا ځل په بشپړه توګه نوې او ځوانه لوبډله غوره شوې، چې په بنګله دیش کې ترسره کېدونکي اسیا جام سياليو کې به ګډون وکړي.

په لوبډله کې صدیق الله، ریاض حسن، عابد محمدي، اعجاز، فرهان، بصیرخان، محمدحسن، عبدالله، محمداسحاق ( ويکټ ساتونکی)، عبدالرحمن، عثمان غني، سمیع الله، نویداحمد، نويدخان او ذکي الله په ۱۵ کسیزه لوبډله کې اخیستل شوي او محمد سلیمان، محمد رضوان او عارف خان بیا په احتیاطي لوبغاړو کې شامل شويدي.

کرکټ بورډ د روان کال له پيله له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلې د جوړولو په پار ټولو زونونو کې ازموينې ترسره کړې، چې د بېلابېلو پړاونو له تېرولو وروسته يې ۲۷ لوبغاړي کمپ ته غوره کړل. په دې جریان کې د لوبغاړو فزيکي جوړښت او د لوبې تخنیکونو ته په پام سره ۲۱ لوبغاړي له ایمرجینګ لوبډلې سره د ازمايښتي لوبو کولو لپاره غوره شول او تر څلورو یو ورځنیو سیالیو وروسته ترې یاد لوبغاړي اسیا جام ته غوره شول.

افغان نولس کلنو لوبډله په خپل ګروپ کې له نيپال، هندوستان او متحده عربي اماراتو سره مخ کيږي.

له افغان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه له اماراتو سره، دویمه لوبه د اکټوبر میاشتې په لومړۍ نېټه د نیپال سره او درېیمه لوبه به د اکټوبر په دویمه نېټه د هندوستان لوبډلې سره ترسره کړي.

تېر کال افغان ۱۹ کلنو لوبډلې پاکستان ته په ماتې ورکولو د دې سیالیو اتلولي ګټلې وه.

نصرت الله عمرزی