افغان کرکټ لوبډله مخکې اووم مقام کې وه اوس لسم مقام ته لوېدلې ده

د کرکټ نړیوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلې درې، درې درجې وروسته شوې.

پاکستانۍ لوبډله له دې وړاندې لومړي مقام کې وه خو اوس څلورم ځای ته وروسته شوې ده. د کرکټ نړیوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې د اسټرالیا کرکټ لوبډله لومړي مقام ته تللې، د انګلستان لوبډله دویم، د هندوستان کرکټ لوبډله درېیم، پاکستان څلورم، سویلي افریقا پنځم، نیوزیلېنډ شپږم، سریلانکا اووم، بنګله دېش اتم، ویسټ انډیز نهم او افغانستان لسم مقام ته شاته شو. د کرکټ نړیوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې افغانستان او پاکستان په داسې حال کې وروسته شوي، چې نړیوال شل اوریز جام ته هم شاوخوا ۵ میاشتې پاتې دي او د کرونا ویروس له امله لوبې ټولې ځنډېدلې دي.