افغان کرکټ ملي لوبډله اماراتو کې په تمریناتو بوخته ده

افغان کرکټ ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته رسېدلې او هلته یې د اسیا جام ګټلو لپاره خپل تمرینات پیل کړي دي.

افغان لوبډله په اسیا جام سیالیو کې له سریلانکا او بنګله دېش لوبډلو سره مخ کیږي، چې د یوې لوبې په ګټلو سره یې هم دویم پړاو ته د تللو چانس شته.

له افغان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې لیکل شوي، چې افغان لوبډله به د دې سیالیو لپاره د لا ښه چمتوالي په موخه له دریو ځای کلبونو سره هم تمریناتي لوبې وکړي.

خبریال : نصرت الله عمرزی