افغان کرکټ ملي لوبډله به په مستقیم ډول د ۲۰۲۰ کال نړیوال جام کې لوبیږي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ پر بنسټ، د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۰ مېلادي کال نړیوال جام ته په مستقیم ډول لاره وموندله.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له ‌مخې د کرکټ نړیوالې شورا یا «ICC» نن د سې شنبې په ورځ د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تائید کړه چې افغانستان به د اوو نورو هېوادنو ترڅنګ، د ۲۰۲۰ کال د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د ۱۲ غوره ګډون کوونکو هېوادونو په پړاو کې په مستقیم ډول ګډون کوي.

په یاد نوملړ کې د افغانستان سربېره پاکستان، هندوستان، انګلستان، اسټرالیا، سویلي افریقا، نیوزیلنډ او ویسټ انډیز هېوادونه شتون لري.

یادې اته لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریز لوبو په درجه بندۍ کې اته غوره لوبډلې دي او پاتې څلور لوبډلې به د اتو نورو لوبډلو ترمنځ له سیالیو وروسته د دغه جام د ۱۲ ګډون کوونکو هېوادونو پړاو ته لاره ومومي.

افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې بنګله دېش د درې شل اوریزو لوبو په سیریز کې په پرله پسې ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې اتم مقام خپل کړ او د ۲۰۱۸ کال تر پایه پورې په بریالیتوب سره په اتم مقام پاتې شو چې پایله کې یې افغانستان په مستقیم ډول د یاد کال نړیوال جام سیالیو ته لاره موندلې ده.

د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لوبې په اسټرالیا هېواد کې د اکتوبر له ۱۸ د نومبر تر ۱۵ پورې ترسره کېږي.

افغانستان له دې وړاندې په ۲۰۱۰- ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو کې هم په شل اوریز نړیوال جام کې ګډون کړی وو.