افغان کرکټ ملي لوبډله د اتلولۍ کپ سره کابل ته را ورسیده.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړي په ماليزيا کې د اسيا د غوره ليګ سياليو تر ګټلو وروسته د جمعې په ورځ د کابل په هوایي ډګر کې له الوتکې را ښکته شول.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشر محمد نبي عيسى خېل وويل؛ چې په ملي لوبډله کې ځوانو لوبغاړو ته برخه ورکړل شوې وه او هغوى ښه وړ تيا وښوده.
هغه زياته کړه چې دغو ځوانو لوبغاړو ته په کتلو سره موږ ويلى شو، چې د افغانستان کرکټ ښه راتلونکى لري.

د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د ملي لوبډلې هرکلي ته د کرکټ د مینه والو سربیره د ملي شورا غړي، دولتي چارواکي، او د خصوصي سکتور مشران ورغلي وو.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د آسیايي شورا د کرکټ په غوره لیګ سیالیو کې، چې په مالیزیا کې ترسره شوې پنځه لوبې ترسره کړې، چې د هانکانګ، عربي متحدو اماراتو، عمان او نیپال لوبډلې ته یې ماتې ورکړه ، خو د کوربه هیواد مالیزیا لخوا یې ماتې ومنله، چې افغانستان په خپل ګروپ کې اته امتیازونه درلودل او په خپلې وروستۍ لوبه کې یې نیپال ته ماتې ورکړه او داتلولۍ کپ یې خپل کړ.