افغان کرکټ ملي لوبډلې په یوه تمریناتي ۵۰ اوریزه لوبه کې یونیکارنز کلب لوبډلې ته په ۴۱ منډو ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې یاد کلب ته د اته لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۴۲ منډو هدف ورکړ.
د یونیکارنز کلب لوبډله ۴۶ اورونو کې په ۲۰۱ منډو وسوځېده او هدف یې پوره نه شو کړای.
د کریکټ بورډ فسبوک پاڼې د معلوماتو له مخې اصغر افغان نیمه سلیزه ووهله او وفادار څلور ویکټې واخیستې.
افغان لوبډله انګلستان ته د ایرلینډ خلاف سیالیو لپاره د چمتوالي په موخه تللې ده.
نصرت الله عمرزی