افغان کرکټ ملي لوبډلې سل ۵۰ اوریزې نړیوالې لوبې پوره کړې

افغان کرکټ ملي لوبډلې خپله سلمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه د ایرلینډ خلاف ترسره کړه.

دې لوبه کې افغان لوبډلې ایرلینډ ته د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۳ منډو هدف ورکړ.

ایرلینډ لوبډلې دا هدف ۴۵م اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره او سیریز یې یو په یو مساوي کړ.

افغان لوبډلې خپله لومړۍ نړیواله ۵۰ اوریزه لوبه په ۲۰۰۹ کال کې د اپریل میاشتې په ۱۹مه نېټه د سکاټلینډ خلاف کړې وه، چې د ۸۹ منډو په توپیر سره یې ګټلې وه.

افغانستان په ترسره شویو سلو لوبو کې ۵۲ ګټلي ۴۶ یې بایللي او دوه نورې بې پایلې پای ته رسېدلې.

محمد نبي عیسی خېل یواځنی لوبغاړی دی، چې په ټولو سلو لوبو کې لوبېدلې او د ۲۳۰۱ منډو جوړول ترڅنګ یې په توپ اچونه کې هم ۱۰۷ ویکټې اخیستي دي.

بل پلو نجیب الله ځدران هم په یو ورځنیو لوبو کې خپلې ۱۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د سیریز درېمه لوبه به سبا جمعه د ماسپښین په ۲ بجو او ۱۵ دقیقو کې پیل شي.

دا لوبه د دواړو لوبډلو لپاره مهمه په دې ده، چې په ګټلو سره یې سیریز په خپل نوم کوي.

خبریال: نصرت الله عمرزی