افغان کرکټ ملي لوبډلې له ایرلینډ څخه د یو ورځنیو لوبو لړۍ هم وګټله

افغان کرکټ ملي لوبډلې په درېیمه ۵۰ اوریزه لوبه کې ایرلینډ لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه او د یو ورځنیو لوبو لړۍ یې ترې وګټله.

ایرلینډ لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه پیل کړه او ټوله لوبډله یې د افغان لوبډلې د ښې توپ اچونې له امله په ۳۷م اور کې په ۱۲۴ منډو وسوځېده او افغان لوبډلې ته یې د ۱۲۵ منډو هدف ورکړ.

د ایرلینډ لپاره تر نورو زیاتې ۲۳ منډې ګاري ویلسن وکړې.

افغان لوبډلې ته توپ اچونه کې راشد خان ۳، افتاب عالم، ګلبدین نائب او محمد نبي دوه دوه او اصغر افغان یوه ویکټ واخېسته.

افغانستان د احسان الله جنت په ښې توپ وهنې سره یاد هدف ۲۴م اور کې د ۲ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د ۸ ویکټو او ۱۵۷ توپونو په شتون کې وګټله.

د سیریز غوره لوبغاړی راشد خان وټاکل شو.

له دې وړاندې د درې شل اوریزو لوبو لړۍ له افغان لوبډلې ګټلې وه، دا سیالۍ د ایرلینډ په کوربه توب ترسره شوې.

د کریکنفو ویب پاڼې د معلوماتو له مخې دواړو لوبډلو تر دې دمه شل یو ورځنۍ لوبې کړي، چې لس ایرلینډ او لس افغان لوبډلې ګټلي دي او په ۱۲ ترسره شویو شل اوریزو لوبو کې یې ۹ افغانستان او درې ایرلینډ لوبډلې ګټلي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ ۱۳ شل اوریزه لوبه د باران له امله نه وه ترسره شوې.

خبریال: نصرت الله عمرزی