افغان کرکټ ملي لوبډلې له بنګله دېش څخه په خپل کور کې لوبلړۍ وګټله

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له بنګله دېش سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په بریا سره پای ته ورسوله. افغان اتلې کرکټ ملي لوبډلې په یاده لوبلړۍ کې د ۲-۱ په توپیر سره بریا خپله کړه او له انګلستان وروسته دویمه لوبډله شوه چې وروستیو اته کلونو کې له بنګله دېش څخه په خپل کور کې لوبلړۍ ګټي. دا لومړی ځل دی چې افغان کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې بنګله دېش ته ماتې ورکوي.