افغان کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ شل اوریزه لوبه بنګله دېش ته وبایلله

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د دوه شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه کې کوربه بنګله دېش د ۲ ویکټو په توپیر سره بریا خپله کړه. باید وویل شي چې د لوبې وروستي اور کې کریم جنت په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې یې لومړی هټریک يا پرله پسې درې ويکټې ترلاسه کړې.
د يادونې وړ ده چې د يادې لوبلړۍ دويمه او وروستۍ لوبه به د راتلونکې يکشنبې په ورځ ترسره شي.