افغان کرکټ ملي ټیم هانګ کانګ ته په اسانۍ ماتې ورکړه.

د ۲۰۱۴ کال د شل اوریزو سیالیو په نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې

خپله دویمه لوبه له هانګ کانګ څخه په ۷ ویکټو وګټله.

د افغان ټیم لپاره محمد شهزاد محمدي چې په لومړي نمبر راوتلی و ۶۸ منډې وکړې او شفیق الله شفق هم په ۲۴ بالونو ۵۱ منډې جوړې کړې.

د کرکټ بورډ اجرایوي رییس ډاکټر نور محمد مراد رسنیو ته وویل؛ د سه شنبې په ورځ افغان لوبغاړو د بیټینګ په برخه کې ښې وړتیاوې وښودې؛ څو یې دا لوبه په لوړ امتیاز له هانګ کانګ څخه وګټله.