افغان کریکټ ملي لوبډله به سبا خپله څلورمه لوبه د عمان سره تر سره کړي.

سره ددې چې افغان کریکټ ملي لوبډله به سبا د عمان سره به لتر سره کړي نن یې د اسیایي پرایمریلیک سیالیو په لړ کې خپله دریمه لوبه د مالیزیا پر وړاندې و بایلله.

افغان کریکټ ملي لوبډلې نن د مالیزیا هیواد د کریکټ لوبډلې سره یوه ورخنۍ لو به تر سره کړه چې د کوربه مالیزیا په ګټه پای ته ورسیده .

د لومړیو منډو جوړول افغانستان پیل کړل او په ټاکلو ۴۶ او رونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو ۱۷۵ منډې جوړې کړې چې مالیزیا ته یې ۱۷۶ منډو هدف وټاکه .

د افغانستان له لوري عثمان غني او ناصر جمال ۳۶ او محمد نبي او شفیق الله ۲۰ منډې جوړې کړې.

مالیزیا لوبډلې ټاکلی هدف په ۳۸ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ او لوبه یې د ځان په ګټه پای ته ورسوله.

د یادونې وړ ده چې افغان ملي لوبډلې تر دې وړاندې هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړې ده.