افغان کومانډو ځواکونو په کندز کې د طالبانو له زندانه ۱۵ تنه آزاد کړي

ملي دفاع وزارت وايي، کومانډو ځواکونو یې د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو له یوه زندانه ۱۵ تنه نظامي او ملکي کسان آزاد کړي دي.

د یاد وزارت په وینا د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو یوه ډیپوه هم له منځه وړل شوې ده.