افغان ۱۹ کلنو کرکت ملي لوبډلې د هند په کوربه توب څلور اړخیز سیریز کې پرله پسې درېیمه ماتې هم وخوړه.
دوی درېیمه لوبه له سویلي افریقا ۱۹ کلنو لوبډلې سره وکړه؛ سویلي افریقا ۵۰م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۰۱ منډو هدف ورکړ.
افغان ۱۹ کلنو لوبډله یې په ترلاسه کولو کې پاتې راغله؛ ۴۹م اور کې یې ټول لوبغاړي په ۱۹۱ منډو وسوځېدل او لوبه یې د ۹ منډو په توپیر وبایلله.
افغان لوبډلې په دې څلور اړخیز سیریز کې خپله لومړۍ لوبه د هند ب لوبډلې ته دویمه یې د هند الف لوبډلې ته بایللې وه او په خپله وروستۍ لوبه کې یې هم ماتې ومنله او هېڅ سیالي یې ونه ګټله.