افغان ۱۹ کلنو څلور اړخیز سیریز کې خپله دویمه لوبه هم وبایلله

افغان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې په څلور اړخیز سیریز کې دویمه ماتې ومنله.

په دویمه لوبه کې افغان لوبډلې د ټاس په ګټلو سره د هند الف لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د هند ټوله لوبډله ۴۸م اور کې اوټ شوه او افغان لوبډلې ته یې د ۲۵۳ منډو هدف ورکړ.

هند ته توپ وهنه کې سیدیش ویر ۸۱ تر نورو زیاتې منډې وکړې؛ خو افغانستان ته شفیق الله غفاري ۴ او عارف خان ۲ ویکټې واخیستې.

مقابل کې یې افغان ۱۹ کلنو لوبډله توپ وهنه کې ښه ونه ځلېده، ټول لوبغاړي یې په ۴۹م اور کې له هدف وړاندې په ۱۶۰ منډو وسوځېدل او لوبه یې د ۹۲ منډو په توپیر وبایلله.

په دې څلور اړخیز سیریز کې چې د افغان، هند الف، هند ب او سویلي افریقا ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، افغان لوبډلې پکې خپله لومړۍ لوبه د هند ب لوبډلې ته بایللې وه.

افغان لوبډله به په دې سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ د سویلي افریقا له لوبډلې سره ترسره کړي.