افکار مو پر کاغذ ولیکئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

کله چې د بېړني فکر پر ځای غواړئ ارام فکر وکړئ، ښه لاره یې دا ده چې له ځانه ځینې پوښتنې وکړئ او ځوابونه یې پر کاغذ ولیکئ. د افکارو لیکل د دې لامل کېږي چې له بېړني حالت څخه مو د ارام حالت ته راولي څو په پوره ارامتیا سره پر خپلو موخو فکر وکړئ. خپل ټول افکار مو یو په بل پسې ولیکئ او ارام فکر پرې وکړئ.

دغه یو قانون دی، کله چې تاسو د خپلو پرېکړو په اړه ډېر فکر کوئ، په هماغه کچه یې پایلې هم ګټورې راوځي. ښه دا ده چې د خپلو پرېکړو لپاره ۲۴ساعته، څو ورځې، یوه اوونۍ او ان یوه میاشت وخت وټاکئ، خو دغه څه هغه وخت پر واقعیت بدلېدای شي چې امکانات یې موجود وي. له شک پرته، څومره چې د تصمیم نیولو لپاره، ډېر وخت ځانکړی کړئ، ښه او پر ځای پرېکړه به مو کړې وي.