اف بي آی امریکا کې د ټاکنو په شپه د بریدونو خبرداری ورکړ

د نیویارک پولیس وایي؛ د امنیتي خبرداري لوړې کچې ته په کتو یې امنیتي پروګرامونه او ګزمې برابرې کړې دي

د امریکا حکومتي چارواکي وايي؛ اوسمهال د هغو معلوماتو د کره والي پر ارزولو بوخت دي، چې ټاکنو په شپه د القاعده احتمالي برید خبر ورکوي.

ټاکل شوې چې د امریکا خلک د راتلونکې سه شنبې په ورځ د بارک اوباما د ځایناستي ټاکلو لپاره رایه ورکړي.

په همدې اړه د نیویارک پولیسو مشر جیمز اونیل سي ان ان ته ویلي، چې د نیویارک اوسېدونکي دې اندېښنه نه لري، ځکه دوئ یې د امنیت د ټینګښت لپاره پوره تدابیر نیولي.

د احتمالي بریدونو اړوند خبرونه داسې مهال خپرېږي، چې د سږکال ټاکنو دواړه کاندیدان د ټاکنو تر ورځې وړاندې اونۍ په وروستیو رخصتیو کې د امریکا بېلابېلو برخو ته د سفر له لارې هڅه کوي، چې د هغه رایه ورکوونکو ملاتړ خپل کړي، چې زړه نا زړه دي.