د عراق صدراعظم حیدرالعبادي وايي، له اسلامي دولت ډلې یا داعش نه د موصل ښار د نیولو لپاره له تمې زیات مخکې تګ شوی دی.
ده ویلي له داعش ډلې د موصل نیولو لپاره عملیات په چټکۍ سره مخته روان دي.
د عراق لومړي وزیر دا خبره پرون په پاریس کې یوې غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې وکړه.
هغه د عراق او کردي پوځیانو تر منځ له همکارۍ ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا سرتېري د عراق د یوې سیمې د ازادولو لپاره په ګډه جنګېږي.
د عراق صدراعظم دا څرګندونې د موصل د بیا نیولو لپاره د پیل شوې جګړې په څلورمه ورځ وکړې.
عراقي پوځیانو د موصل له جنوب نه عملیات پیل کړي او پرون د «بارتلې» کلي د نیولو لپاره د امریکا په مشرۍ د ائیتلاف هوايي پوځیانو هم ملاتړ ته وردانګلي.
د کردیانو پېشمرګه جنګیالیو په داعش باندې د شمال او شمال ختیځ له لوري حملې کړي دي.
خو داعش یا اسلامي دولت ډلې ویلي چې په ټولو برخو کې یې د مقابل لوري د پوځیانو حملې دفع کړي او پر شاه یې تمبولي دي.
باید وویل شي چې د اسلامي دولت یا داعش وسله والو په ۲۰۱۴ کال کې موصل ښار ونیوه چې د عراق تر ټولو دویم سټراټيژیک ښار بلل کېږي.