د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د نړۍ د غوره فوټبال کلپونو ترمنځ د فوټبال ۱۵م پړاو سیالۍ رواني دي.
د دې سیالیو په دویمه لوبه کې د عربي اماراتو العین کلب لوبډلې د ایسپرینس سپورټیف ډي تونیس کلب لوبډلې ته درې د صفر په نتیجې سره ماتې ورکړه.
العین لوبډلې خپله لومړۍ لوبه ټیم ویلینګټن لوبډلې سره درې په درې مساوي کړې وه.
دریمه لوبه کې کاشیما انتلرز کلب ګواډالاجارا ته درې د دوه ګولونو پر وړاندې ماتې ورکړه.
د فوټبال کلبونو ترمنځ د نړیوال جام سیالۍ له ۲۰۰۰ کال راهیسي پیل شوي او هر کال په یو هېواد کې ترسره کیږي.
تېر ځل د دې سیالیو اتلولي ریال مادرید کلب ګټلې وه.
د سږکال سیالۍ د روانې ډیسمبر میاشتې له ۱۲مې نېټې د ۷ غوره ګلبونو ترمنځ پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۲مې نېټې پورې به دوام وکړي.
خبریال : نصرت الله عمرزی