القاعده شبکي تائید کړه چې دویمه درجه مشر يي په سوریه کې وژل شوی دی.
د المغرب او عرب جزېرې القاعده څانګې رسنیوته وویل چې، ابو الخیرالمصري د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکي په برید کي وژل شوی دی.
القاعده خپل وژل شوی مشر اتل ګڼلی او د هغه وژنه يي د دې شبکي په وینا د امریکا او صلیبي ایتلاف یو بل جنایت بللی دی.
د مصر تبعه ۵۹ کلن ابوالخیرالمصري له ایمن الظواهري وروسته د القاعده شبکي دویمه درجه مشر و.
امریکايي چارواکو ویلي، المصري يي د تېرې فبرورۍ میاشت په ۲۶ نېټه په سوريه کې د بې پیلوټه الوتکي په راکټي برید کې له منځه یوړ.
المصري چې په عبدالله محمد رجب عبدالرحمن هم مشهور و، د القاعده د بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن زوم او د دې شبکي د مشرتابه شورا غړی و.
پر امریکا د سېپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته المصري په ایران کې پناه اخیستې وه او امریکايي ځواکونه له ۱۹ کلونو راهیسې د نوموړي په لټه کې وو.