المان د افغان سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي

د جرمني د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس له صلاح الدين رباني سره پرون په برلين کې د کتنې پر مهال د افغان سولې له پروسې ملاتړ څرګند کړ.

د جرمني خبري اژانس په حواله، هايکو ماس په دې کتنه کې د بشري حقونو، د اقليتونو د حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې د پرمختګونو يادونه وکړه.

هايکو ماس ويلي، اجازه به ورنه کړل شي چې دغه لاسته راوړنې ضايع شي.

ماس ويلي، جرمني له قطر سره يوځاى دېته تيار دى چې د افغان سولې د خبرو لپاره شرايط برابر کړي؛ خو په دې شرط چې دغه اقدامات د دواړو لوريو ترمنځ واقعي مذاکرو ته زمينه برابره کړي.

بل خوا د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير ويلي، د دغو مذاکرو هدف بايد د تېرو ١٨ کلونو د لاسته راوړنو خونديتوب وي.