الېس وېلز په افغانستان کې د سیاسي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، که څه هم اوسمهال نړۍ د کروناویروس د خپرېدو له امله ویجاړونکي اقتصادي زیانونه ګالي، خو افغانستان کې لا هم د خلکو د هوساینې پر ځای “شخصي اجنډاو” ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د جنوبي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې له افغانستان سره د نړۍ مرستندویه هېوادونه په دغه هېواد کې شخصي اجنډاو ته له لومړیتوب ورکولو څخه ستړي شوي دي.

 

ویلز وایي، په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د کرونا ویروس له امله له اقتصادي او روغتیايي زیانونو له امله ځپل کېږي، له افغانستان سره مرستندویه هېوادونه له دې امله ستړي او ناهیلي شوي چې په دغه هېواد کې لاهم د واک پر سر ناندرۍ رواني دي او د عامو وګړو ستونزې او روغتیایي وضعیت ته پاملرنه نه کیږي.

نوموړې زیاتوي، د نړۍ هغه هېوادونه چې له افغانستان سره تر دې دمه مرسته کوي؛ د دوی له دغو کړنو ستړي او ناهیلي شوي دي.

 

که څه الیس ویلز په دې اړه ډېر وضاحت نه دی ورکړی، خو له دې یوه ورځ وړاندې یې خبرداری ورکړی وو چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو دوام په دغه هېواد کې د یو ټول شموله حکومت په جوړیدو پورې تړاو لري.

 

هغې ویلي و، چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د منلو نه دی او د یو ټول شموله حکومت د نه جوړېدو په صورت کې به له افغانستان سره نړېوالې مرستې په عادي ډول دوام ونکړي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال وویل، افغان حکومت تر اوسه د نړیوالې ټولنې د مرستو د کموالي په تړاو کوم رسمي سند نه دی ترلاسه کړی.