د افغانستان د جهادي ګوندونو شورا وايي حکومت او په بامیانو کې د توتاپ د پروژې د پلې کېدلو پلویان باید د یادې ستونزې د اواري لپاره یو د بل په وړاندې له نرمښت څخه کار واخلي.
د دغې شورا ویاند سید حامد ګیلاني نن خبریالانو ته وویل چې حکومت باید په دې برخه کې د ستونزو تر اواري پورې د توتاپ پروژې کار ودروي.
دا چې دې پروژې د مسیر بدلولو پرضد لاریونو تر شا به کومې موخې وي؟
په همدې اړه زمونږ همکار ذبیح الله شینواري په ننګرهار کې د سیاسي مسایلو له څیړونکي استاد همایون امان سره خبرې کړې.
لته یې واورئ.