افغان ولسمشسر په لندن کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په نړیوال کنفرانس کې له ګډون وروسته نن بېرته هېواد ته راستون شو.
له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي غني له فساد سره د مبارزې د څرنګوالي سربېره د هغه هېواد د دفاع له وزیر مایکل فالون سره د سیمې او افغانستان د امنیت په اړه هم خبرې کړي دي.
ایا نړیوال به د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي؟
په همدې تړاو زمونږهمکار سید جاوید شینواري په ننګرهار کې د سیاسي او ټولنیزو مسایلو له څیړونکي استاد همایون امان سره خبرې کړي او په سر کې یې ترې پوښتلي چې د افغانستان ګډون په دغه کنفرانس کې څومره مهم دي؟
دلته یې واورئ.