پاکستان د افغانستان هغه غوښتنه ردوي چې وایي د پاکستان د ننه د طالب قوماندانانو پرضد نظامي اقدام وکړي، خو پدې ټینګار کوي چې په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره به د سولې د خبرو زمینه سازۍ ته دوام ورکړي.
دا چې د پاکستان دا ډول څرګندونې څه مانا لري؟
دا او ځیني نورې پوښتنې زموږ همکار سید حمیدالله پاچا په ننګرهار کې د سیاسي مسایلو له څیړونکي استاد همایون امان نه د یوې مرکې په ترڅ کې کړي. مرکه د استاد امان په خبرو پیلیږي.
دلته یې واورئ.