امرالله صالح د شاه غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو اکليل کيښوده

د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح او د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د يو شمېر نورو مسئولینوپه ملتيا د شاه غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو اکليل کيښوده او د ارواښاد روح ته يې دعاء وکړه.

د ولسمشر مرستيال د شاه غازي امان الله خان د مزار په رغول کېدو خوښي وښوده او د دغه ملي قايد خدمتونه يې د درناوي وړ او نه هيريدونکي ياد کړل.