امرالله صالح: یواځې ټاکنو کمېسیون کولای شي چې د ټاکنو پایلې اعلان کړې

وروسته له هغې چې د ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په یوې خبري ناسته کې خپله بریا اعلان کړه، نو څو ساعته وروسته د دولت جوړونکي ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح یې په ځواب کې وویل، د قانون له مخې د پایلو اعلان یواځې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دنده او صلاحیت یې دی؛ نورې ډلې دې د ملت اذهان نه ګډوډوي.

په ورته مهال د بلخ پخواني والي عطامحمد نور هم خپله فیسبوک پاڼه کې ډاکټر عبدالله ته لیکلي، چې لومړنیو پایلو کې ولسمشر معلوم دی او نور ولس د اجراییه ریاست زغم نه لري.

نوموړي د ثبات او همپالنې ټیم مشر ته دا هم لیکلې، که څه هم د ماتې زغمل ستونزمن کار دی؛ خو عبدالله دې راتلونکې دوره کې خپل چانس وازمايي.