د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح په جلال اباد ښار کې د ولايتي شورا د شهيد شوي غړي د کورنيو غړو ته فاتحه وکړه. د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح، چې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل او يو شمېر نورو مسئولینو يې ملتيا کوله په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ملک قيس نور اغا ملکزي کور ته په ورتګ سره د هغه د زوی او ولايتي شورا غړي عبدالله لالا خان د شهادت له امله د فاتحې او تسليت مراتب وړاندې کړل. په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ملک قيس نور اغا ملکزي د ولسمشر له لومړي مرستيال امر الله صالح د رامنځته شوې پېښې د څېړنې، د عاملينو د نيولو او د شهيدانو کورنيو غړو سره د مرستو تر سره کېدو غوښتنې وکړې. د جمهور رئيس لومړي مرستيال امر الله صالح په کوز کونړ کې پر وروستۍ رامنځته شوې پېښې خواشيني وښوده.
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د پېښې څېړنې پيل شوي او د قانون له مخې به اقدامات تر سره شي.
د جمهور رئيس لومړي مرستيال همدا راز د شهيدانو کورنيو غړو سره د مرستو او لازمې پاملرنې ډاډ څرګند کړ.