امرالله صالح نن ننګرهار ته راورسېد

د ولسمشر لومړی مرستیال امر الله صالح د وروستيو پېښو شهیدانو کورنيو غړو ته د فاتحې او تسليت په موخه نن ننګرهار ته راورسېد.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وایي، صالح به علماء کرامو، قومي مخورو، ځوانانو، مېرمنو، نظامي منسوبينو او يو شمېر نورو سره هم جلا جلا ليدنې تر سره کړي.