امرخېل: اوس هېوادوال د چا د شخصي ګټو لپاره ځانونه نه قرباني کوي

په سياسي او ولسي چارو کې د ولسمشر سلاکار ضيا الحق امرخېل د ثبات او همپالنې ټیم د نن ورځې لاریونونو په غبرګون ویلي، په لاریون کې د ګډونوالو له کمې شمېر څرګندیږي، چې اوس له سياسي پلوه د خلکو فکر بدل شوی دی او د سياستوالو د شخصي ګټو لپاره ځانونه نه قرباني کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم پرون ویلي و، نن جمعه به پراخ لاریون وکړي او په دې لاریون کې به د دوی میلیونونه پلویان ګډون وکړي.