امريکا او قطر د افغانستان په اړه خبرې اترې کړي

د رسنيو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن سره تلیفوني خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې په دې خبرو کې افغانستان هم شامل وو. دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت او راتلونکې بحثونه کړي دي او په افغانستان کې د بشري مرستو پر رسولو ټینګار شوی دی.