امريکا کې د يهودانو پر کلیسا بريد کې ۱۱ کسان وژل شوي دي

د رسنيو د راپورونو له مخې، چې بريد د امريکا د پنسلوانیا ایالت، پیټرزبورګ ښار پر يوه کلیسا شوی، بریدګر رابرټ باویرز نومېږي او ۴۶ کلن دی.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د برید ځای ته تللی دی.

نوموړي دا یو وحشي برید بللی او د وسلو درلودلو قوانینو ته په اشاره یې ویلي، که د کلیسا د ننه په وسلو سمبال امنیتي کسان وای،‌ نو دا پېښه به بل ډول وه.

ایف بي ای پولیسو ویلي، د پېښې په اړه یې څېړنه پیل کړې، بریدګر یې پېژندلی او نیولی چې اوس يې روغتون کې درملنه کېږي.

پولیسو زياته کړې، چې بریدګر په AK-47 ډوله ټوپک برید کړی

اسکویریل هیل کلیسا پنسلوانیا کې هغه کلیسا ده چې د نورو هغو پرتله ډېر کسان د عبادت لپاره ورځي،‌ همدا ده چې د شنبې په ورځ عبادت کوونکي بیخي ډېر وي.