امریکا، افغان بندیانو ته د کرونا ویروس مخنیوي لپاره اړین توکي ویشي

کابل کې د امریکا سفارت ویلي د کرنا ویرس مخیوي په موخه به افغان بندیانو ته ماسکونه د لاس پاکولو مایع او نور اړین توکي وویشي.   د امریکا سفارت په خپله ټوېټر پاڼه دا خبر خپور کړی او زیاته کړې یې ده چې کرونا ویروس هرچیرته رسېدلی شي او د دې  پروا نه کوي چې څوک ناروغه کېدای شي او کنه.   دا په داسې حال کې ده چې ، په افغانستان کې د چین سفیر وان یو هم په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره به له خلکو سره د مرستې توکي افغانستان ته ورسیږي.