امریکا، روسیه او چین راتلونکي میاشت کې د افغان سولې په تړاو غږیږي

د روسي ټاس رسنۍ د افغانستان لپاره د روسي ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله وایي ، چې دا  ناسته یو څه پراخه شوې،  چې د روسیې، چین او امریکا سربېره به د پاکستان او ایران ځانګړي استازي هم د راتلونکې ناستې ګډونوال وي.

کابلوف که څه هم یاده نه کړه، چې غونډه به په کوم هیواد کې رابلل کېږي او د خبرو تر ټولو مهمه موضوع به یې څه وي ؛خو د روان میلادي کال د اپریل په ناسته کې درې واړه هیوادونه دې پریکړې ته رسېدلي وو چې بهرني ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځي او بین الافغاني مذاکرات هر څومره ژر چې ممکنه وي ترسره شي.