د امريکا د دفاع وزير وايي چې د سوريې او عراق له وروستيو پېښو سره- سره دوى افغانستان نه دى هېر کړى.
د امريکا دفاع وزير جيمز متیس په پنټاګون کې يوې خبري غونډې ته په خپله وينا کې ويلي چې د افغانستان په اړه د دوى په تګلاره کې هېڅ ډول بدلون نه دى راغلى.
د هغه په وينا، که څه هم د ټرمپ حکومت په سوريه، عراق او د داعش پر ضد مبارزه کې ډېر بوخت دى، خو دوى اوس هم افغانستان ته ډېره پاملرنه کوي. جيمز متیس ويلي، د امريکا نوی حکومت د افغانستان او پاکستان په اړه خپله تګلاره ارزوي.
دى وايي چې ډېر ژر به په دې اړه په لوړه کچه يوه پرېکړه وشي. خو د امريکا دفاع وزير د نوې تګلارې په اړه معلومات ورنه کړل.