د ارچري یا په لېندۍ او غشي د نښې ویشتلو سیالۍ د نوي عیسوي کال د جنوري په لومړۍ نېټه د امریکا په اوهایو ایالت کې پېلېږي او د همدې میاشتې تر ۳۱ مې نېټې پورې ته دوام وکړي.
د غشي او لېندۍ په مرسته د نښې ویشتلو سیالۍ، چې د نړۍ په ډېری هېوادونوکې رواج دي او د رسمي ورزش په توګه په فدراسیونونو کې ثبت دي؛ نو په نړۍ کې هر کال نړیوال جامونه کېږي او سربېره پردې د هېوادونو د کلبونو ترمنځ هم رسمي سیالۍ چمتو کېږي.
د همدغو ځایي لوبو په لړکې ۲۰۲۰ م کال کې د امریکا اوهایو ایالت د کرېسمس سیالیو په خوښیو کې د لوبو کوربتوب کوي.
دا سیالۍ یوه میاشت دوام کوي او پکې په زیات شمېر کې نارینه او ښځينه په غشي نښه ویشتونکي لوبغاړي ګډون کوي.
سمیع الله درانی