امریکایان نن سه شنبه ۴۵ ولسمشر/ولسمشره ټاکي

نن د سه شنبې په ورځ په امریکا متحده ایالاتو کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږي.

په دې ټاکنو کې جمهوریت پال ډونالډ ټرمپ او ډیموکراټه هیلیري کلینټن هیلري کلینټن سره سیالي کوي.

تر دې وړاندې په بیلابیلو نظر پوښتنو او سرویوګانو کې ډیموکراټه هیلري کلینټن له جمهوریت پال ډونالډ ټرمپ مخکې ده.

په وروستیو نظر پوښتنو کې کلینټن له ټرمپ ۴ سلنه مخکې ده، یانې ۴۸ سلنه کلینټن او ۴۴ سلنه ټرمپ ټاکل شوي دي.

 کلینټن او ټرمپ سیالي
کلینټن او ټرمپ سیالي

د امریکا د پیو څیړنیز مرکز وايي چې نږدې ۲۲۶ میلیونه امریکايان د رایې ورکونې حق لري او یا واجد شرایط دي چې د امریکايي رسنیو په حواله شاید ۶۵فیصده یې رایه ورکړي.

په دغې ډلې کې وار د مخه څه باندې ۴۲ میلیونه امریکایانو رایې ورکړي دي، چې په خپله ولسمشر اوباما هم په کې شامل دی.

د متحدو ایالتونو د مرکزي احصایې د ارقامو له مخې په امریکا کې څه باندې درې میلیونه مسلمانان دي، چې شاوخوا یو میلیون یې رایې ورکوي.

باید وویل شي چې متحده ایالتونه یو کرنیز هېواد دی نو د موسم له پلوه د نومبر اتمه نېټه د عمومي انتخاباتو لپاره ټاکل شوې ده. په دې وخت کې موسم ښه وي، ډېر بارانونه او واورې نه وي، ډېر خلک له کلیو او بانډو نه ښارونو او نورو سیمو ته ځي چې رایې ورکړي.